د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د مسلم ليګ (ق) سره په پنجاب کښې د ممکنه سيټونو د تعديل په موضوع د خبرو اترو لپاره درې کسيزه کميټي جوړه کړې ده۔
باغي ټي وي رپورټ
لاهور: د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د مسلم ليګ (ق) سره په پنجاب کښې د ممکنه سيټونو د تعديل په موضوع د خبرو اترو لپاره درې کسيزه کميټي جوړه کړې ده۔ دسرچينو ترمخه دعمران خان په منظورۍ سره دمسلم ليگ(ق) سره دممکنه سيټ ترميم لپاره درې کسيزه کميټۍ جوړه کړل شوې ده. سرچينې وائي د مذاکراتي کميټۍ مشري شاه محمود قريشي کوي اؤ په نورو دوه غړو کې پرويز خټک اؤ فواد چوهدري شامل دي.
فواد چوهدري دا هم وئيلي دي چي د پي ټي آئي چيئرمېن د ق ليگ سره د سيټونو د سمون لپاره کميټي جوړه کړې ده، کميټي به د انتخابي ترميم مسئلې ګوري. بل لوري ته سرچينې وائي چې دچوهدري پروېز الهي او مونس الهي سره به دکميټۍ لمړۍ غونډه سبا ترسره کيږي چې پکې به دخبرو اترو لپاره ايس او پيز فيصله کيږي. د ذرائعو ترمخه کميټي به په کومو سيټونو د پي ټي آئي اميدوارانو د کار او پوزيشن په مسلو هم غور کوي په کومو باندي چي ق ليگ د سيټونو د سمون غوښتنه کوي او بيا به کميټي د ضلعي تنظيم او پنجاب تنظيم سره صلاح مشورو نه پس کميټي جوړه کړي۔ راپور وړاندې کړو چې وروسته به د ق لیگ سره د څوکۍ د سمون په اړه وروستۍ پریکړه وشي.