د ترهګرۍ ضد محکمې د عمران خان موقتي ضمانت تر لسمې نیټې پورې غځولې دې

0
87

اسلام اباد: د ترهګرۍ ضد محکمې د عمران خان موقتي ضمانت تر لسمې نیټې پورې غځولې دې.

د اسلام آباد د ترهګرۍ ضد عدالت جج راجه جواد د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان خلاف د ترهګرۍ د مقدمې اورېدنه وکړه چې پکښې د پخواني وزيراعظم وکيل بابر اعوان عدالت ته وړاندې شو.
بابر اعوان نن په طبي بنيادونو د عمران خان د حاضرۍ نه د استثنٰي درخواست جمع کړے وو کوم چې عدالت منظور کړے او د پي ټي آئي چيئرمېن په عبوري ضمانت کې يې د جنورۍ تر لسمې پورې توسیع کړے دے۔

عدالت د مقدمې اورېدنه د جنورۍ تر لسمې نېټې پورې وځنډوله.

Leave a reply