لیونل میسي ته د ټرافي له ورکولو وړاندې د عربي کلتوري جامو مشهوره جبه (قمیص) ور واغوستل شو

0
161

باغی ټي وي رپورټ
په قطر کې د 2022 فیفا نړیوال جام په پایلوبه کې، ارجنټاین فرانسې ته ماتې ورکړه او د دریم ځل لپاره د نړیوال جام اتلولي وګټله، په اروپا کې د 16 کلن انحصار پای ته ورسید.

فاینل پریکړه په پنالټي ککس وشوه، چې ارجنټاین د 2-4 په ګټلو سره وګټله. د ارجنټاین لیونل میسي ته د سرو زرو غونډسکې جایزه ورکړل شوه.
لیونل میسي ته د ټرافي له ورکولو وړاندې د عربي کلتوري جامو مشهوره جبه (قمیص) ور واغوستل شو چې وروسته د فیفا مشر او د قطر امیر د نړیوال جام ګټونکي کپتان ته د ټرافي ډالۍ ورکړه.

د ۲۰۲۲ کال د فیفا نړیوال جام له ګټلو وروسته د ارجنټاین ستوری فوټبالر لیونل میسي د تقاعد په اړه لوی اعلان وکړ.

د فوټبال د نړۍ نامتو لوبغاړي لیونل میسي د اکتوبر په میاشت کې ویلي وو چې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام پای لوبه به یې د کیریر وروستی نړیوال جام وي.

د برتانوي مېډيا له مخې په خپله يوه مرکه كښې دغه 35 كلن فټ بالر ووئيل چې د اتوار د ورځي ورلډكپ فائنل به د هغه هېواد لپاره د ورلډ کپ وروستې لوبه وي۔

میسي وویل چې خوښ یم چې په میګا سیالیو کې زما سفر په فاینل کې پای ته رسیږي، دا زما لپاره د خوښۍ وړ خبره ده.

Leave a reply