د مودي پر ضد د بلاول بهټو زرداري د بيان په ملاتړ د پاکستان پيپلز پارټۍ (پي پي پي) کارکنانو د کراچۍ، اسلام اباد، لاهور او پېښور په ګډون د هېواد په مختلفو ښارونو کې لاريونونه او مظاهرې وکړې
باغي ټي وي رپورټ
د مودي پر ضد د بلاول بهټو زرداري د بيان په ملاتړ د پاکستان پيپلز پارټۍ (پي پي پي) کارکنانو د کراچۍ، اسلام اباد، لاهور او پېښور په ګډون د هېواد په مختلفو ښارونو کې لاريونونه او مظاهرې وکړې.
په کراچۍ کې دپيپلز پارټۍ کارکنان دښار څخه په ډلو ډلو پريس کلب ته رسيدلي چرته چې دغو فعالانو د هند اؤ نريندرا مودي په ضد نعرې وهلې.
پريس کلب کښې د ريلي برخه والو ته وینا کښې صوبائي وزير سعيد غني اوويل چي خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د نريندر مودي مخ په نړيوال فورم بے نقاب کړے دے۔
د پيپلز پارټۍ سينيټر وقار مهدي وويل بلاول بهټو زرداري په نيويارک کې د نړۍ په وړاندې د پاکستان اصولي دريځ وړاندې کړو.