بلوچستان نیشنل پارټي د ريکوډک په اړه قانون د اتلسمې ترميم او د صوبايي خودمختاري په ضد ګرځولې ده
باغی ټي وي رپورټ
د بلوچستان نېشنل پارټۍ (بی این پي) مشرانو ویلي دي چې د بلوچستان او سندهـ اسمبلۍ او سېنېټ کې د ریکوډک په اړه منظور شوی قانون د اتلسم ترمیم او د صوبايي خودمختاري خلاف دی.
د بلوچستان نېشنل پارټۍ مرکزي مشر ملک نصیر احمد شاهواني د نورو مشرانو سره په کوټه کې د وینا پر مهال وویل، چې د اتلسمې ترمیم له مخې صوبو ته خپلواکي ورکړل شوې وه، خو په بلوچستان او سند کې د شپې له خوا او وروسته د اساسي قانون په مرکز کې د ترمیم له لارې د بلوچستان حقونه وژل شوي دي.
ده ووئيل د صوبايي اسمبلۍ په غونډه كښې د يو قرارداد له مخې د صوبې د ټېكس پشمول نور اختيارات وفاق ته وركړې شوي۔هغه وفاقي حکومت ته خبردارى ورکړ چې که د ريکوډ په اړه قانون سازي ونه شي نو ښايي د حکومت ائتلاف پرېښودو غور وکړو.