اسمبلۍ منحلول به د هېواد او د هیواد د اقتصاد لپاره زیان وي، وزیراعلی پنجاب پرویز الهي

0
163

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب وزيراعلي چوهدري پروېز الهي ويلي دي چې د اسمبلۍ د تحليل سمري يې لاسليک کړې او عمران خان ته يې ورکړې ده، خو د اسمبلۍ منحلول به د هېواد او د هیواد د اقتصاد لپاره زیان وي.

په خپله يوه مرکه کې پرويز الهي وويل چې اسټيبلشمنټ غواړي چې وفاقي او صوبائي حکومتونه دواړه خپل کار ته دوام ورکړي.

هغه وويل نوازشريف هم په سولۍ الوتنه کوله نو له دې يې ځان خلاص کړ، که جنرال فيض حميد په چپه خوله نه واى نيولى نو عمران خان به څوک بندي نه کړي.پرويز الاهي وويل چې عثمان بزدار د پنجاب بيړۍ غرقه کړې وه، ما په څلورو مياشتو کې هر څه سم کړل، يوه ورځ مې هم آرام نه دی کړی، خو اوس لښته پورته لاړه.

نوموړي له چوهدري شجاعت سره د اړيکو د بحالۍ پخلی وکړ او ويې ويل چې جمعه يې ورسره لوستلې ده.پروېز الهي په خپله يوه مرکه کې نواز شريف ته نيکې هيلې څرګندې کړې او ويلي يې دي چې جنرال باجوه ته يې ويلي وو چې نوازشريف تر شهباز شريف ښه دی، نواز شريف او مريم د سياست له ليرې د ليدلو وړتيا لري او له همدې امله يې درناوی کوم.

Leave a reply