د وزيراعظم شهباز شريف او پخواني صدر اصف زرداري ترمينځه مهم ملاقات شوې چې پکښې د ملک روان سياسي صورتحال په اړه مهمې فيصلې شوې دي

0
84

باغی ټي وي رپورټ
د وزيراعظم شهباز شريف او پخواني صدر اصف زرداري ترمينځه مهمه ملاقات شوې چې پکښې د ملک روان سياسي صورتحال په اړه مهمې فيصلې شوې دي۔

اصف زرداري د وزيراعظم شهباز شريف سره په ماډل ټاون کې په خپل کور کې ليدلي چې پکې د ملک په سياسي صورتحال خبرې اترې شوي دي.دسرچينو ترمخه په دغه ليدنه کې دعمران خان لخوا داسمبلۍ لغوه کولو اعلان وروستو په صورتحال هم خبرې اترې شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو مشرانو په دې کتنه کې پرېکړه وکړه، چې هیچا ته به په هېواد کې د سیاسي بې ثباتۍ د رامنځته کولو اجازه نه ورکول کېږي او د هغو کسانو پر ضد به پرېکنده ګامونه پورته کېږي، چې د اقتصاد د خرابولو سازشونه کوي.
بل لوري ته دوزيراعظم شهباز شريف اؤ پخواني صدر اصف زرداري ترمينځ دليدنې دننه کيسه مخې ته راغلې ده.

دسرچينو ترمخه اصف زرداري اؤ وزيراعظم دچوهدري شجاعت سره داړيکو په زياتولو اؤ هغه ته دپنجاب اسمبلۍ دتحليل څخه دمخنيوي ذمه واري په ورکولو اتفاق کړى دى.

سرچينې وائي دچوهدري شجاعت تر زرغون سيګنل پورې دپروېز الهي سره د تماس نه نيولو پخلى شوى دى.سرچينې وائي وزيراعظم شهباز شريف اؤ اصف زرداري په دې اتفاق کړى چې وضعيت به له نزدې څاري اؤ داسمبلۍ تحريم به بندوي.

دواړو مشرانو موافقه وکړه چې د عمران خان په غوښتنه به د اسمبلۍ د منحلولو اجازه نه ورکوي او نه به هم وختي انتخابات کوي.

د پيپلز پارټۍ د سرچينو له مخې د پنجاب اسمبلۍ د تحليل مخنيوي لپاره د ګورنر لخوا د عدم اعتماد او د اعتماد د ووټ اپشن استعمالولو فيصله شوې۔

ياده دې وي چې تېره ورځ پخواني وزيراعظم عمران خان اعلان کړى و چې د دسمبر په ٢٣مه به د پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبلۍ منحل کوي او په قومي اسمبلۍ کې به د سپيکر مخې ته ودرېږي او د استعفا منظورولو غوښتنه به کوي.

Leave a reply