د پاکستان تحريک انصاف مشر او پخواني وفاقي وزير فواد چوهدري هيله څرګنده کړې ده چې مسلم ليګ ن به د انتخاباتو کميشن د انتخاباتو نه د تېښتې لپاره استعمال نه کړي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر او پخواني وفاقي وزير فواد چوهدري هيله څرګنده کړې ده چې مسلم ليګ ن به د انتخاباتو کميشن د انتخاباتو نه د تېښتې لپاره استعمال نه کړي.
په سوشل ميډيا خپل يو بيان كښې فواد چوهدري په مسلم ليګ (ن) نيوكه كړې او ليكلي چې وېره ده چې د خپلو ملګرو په مرسته به مسلم ليګ (ن) د خلكو له عدالت څخه وتښتي۔
نوموړي زیاته کړې، هیله ده چې مسلم لیګ (ن) به له ټاکنو څخه د تېښتې لپاره ځان او یا هم د خپل ضمني الیکشن کمېشن نه کار واخلي.
فواد چوهدري ویلي دوی ته به د تېښتې اجازه نه ورکول کېږي او دوی به تعقیبوي.






