د پنجاب وزيراعلي چوهدري پرويز الهي وايي، د پخواني پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه پر عمران خان ډېر احسانونه دي، احسان بايد هېر نه شي
باغي ټي وي رپورټ
لاهور: د پنجاب وزيراعلي چوهدري پرويز الهي وايي، د پخواني پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه پر عمران خان ډېر احسانونه دي، احسان بايد هېر نه شي.
لاهور کې خبريالانو سره د غير رسمي خبرو په مهال پرويز الاهي وويل چې کله عمران خان د جنرل باجوه په ضد خبرې کولې نو ډېر بد احساس مې وکړ
هغه وویل چې جنرال باجوه زموږ خیرخواه دی، د مفسدینو پر ضد باید خبرې ونه کړو، جنرال باجوه ډېر احسانونه لري، احسانونه یې باید هېر نه شي.
پروېز الهي وايي، که اوس د جنرال باجوه پر ضد خبرې کېږي، لومړی به زه خبرې کوم، زما ټول ګوند به خبرې کوي، موږ د عمران خان او پي ټي ايي مخالف نه يو، خو خپل نیکي کوونکي نه شي هېرولای.
د پنجاب وزيراعلي وويل چې جنرال ريټايرډ فيض حميد ډېر ظلمونه کړي، موږ ته يې د راوستلو هڅه وکړه، هغه زموږ پر ضد و، عمران خان هم له مونس الهي سره نه و ناست، له دې سره سره موږ د عمران خان ملاتړ وکړ، کله چې عمران خان د اسمبلۍ د منحلولو وويل، نو مونږ سمدلاسه د عمران خان د خبرې ملاتړ ته تیار شو.