مالیزیا کې د ځمکې ښوېدو پېښه کې ۲۱ کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی.

0
172

مالیزیا کې د ځمکې ښوېدو پېښه کې ۲۱ کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی.

18 دسمبر 2022

 

د مالیزیا په سیلانګور ایالت کې د ځمکې ښوېدو پېښه کې د ماشومانو په ګډون ۲۱ تنه مړه شوي، دا خورا خونړۍ پېښه د جمعې په ورځ را منځ ته شوې ده.

 

د مالیزیا چارواکو رسنیو ته ویلي، پېښه د سیل په یوې داسې سیمه کې را منځ ته شوې، چې خلک هلته د منظرې لپاره ورځي او شپې پکې کوي.

 

سیمه ییز مسئولین زیاتوي، د سیل دغه ځای په غیر معیاره او غیر قانوني توګه رغول شوی و، چې هیڅ قانوني جواز یې نه درلود، د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، په پېښه کې ۱۷ تنه لا هم نادرکه دي.

 

سیمې ته د ژغورنې ۴ سوه کسیز ټیم رسېدلی، خو د دوی عملیات غټو ډبرو او خټو له خنډ او ځنډ سره مخ کړی دی، دوی هڅه کوي چې په غټو وسائلو او ماشیني آلاتو ژوندي پاتې شوي کسان وژغوري.

اړوند موضوعات

فرانسه کې د اورلګېدنې له امله ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

راپور کې راغلي، چې دغه کمپ په کابو یو هکتار ځمکې رغول شوی و، چې چلوونکو یې قانوني اسناد نه لرل او ښایي جنایي تورونه پرې ولګیږي.د پېښې له امله ښایي د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شي.

Leave a reply