حمزه شهباز شریف وایی چې د مسلم ليګ (ن) داسې ګوند دے چې د اولس په اقتدار باور لري، د عمران خان د اقداماتو سياسي، آئيني او قانوني ځواب به وركړې شي

باغي ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ن) مشر حمزه شهباز وايي، عمران نيازي د پاکستان له سياسي او اقتصادي بې ثباتۍ څخه د خلاصون په مشن روان دی، د اسمبلۍ ماتول کومه لوبه نه ده چې کله وغواړي ماتولی شي.
په يو بيان كښې حمزه شهباز وئيلي دي چې عمران خان په ادارو او د هغوي په سر د دروغو تورونه لګولو سره د خپلې نا اهلۍ د پټولو ناکامه هڅه كړې۔ده ووئيل مسلم ليګ (ن) داسې ګوند دے چې د اولس په اقتدار باور لري، د عمران خان د اقداماتو سياسي، آئيني او قانوني ځواب به وركړې شي۔
حمزه شهباز وئيلي دي چې مونږ هر وخت ټاکنو ته تيار يو خو د يو کس د انا د پوره کولو لپاره د ګامونو پورته کولو لاره به بنده کړو.





