د عمران خان د اسمبلۍ ماتولو په اعلان باندې د پیپلز پارټۍ د مشر قمر زمان کائره ردعمل هم راغلی دی
باغی ټي وي رپورټ
د عمران خان په دغه اعلان باندې د پیپلز پارټۍ د مشر قمر زمان کائره ردعمل هم راغلی دی.
جيو نيوز سره خبرو کې قمر زمان کائره وويل چې د اسمبلۍ د ختمولو تاريخ ورکولو څه ضرورت دی؟ نن ړنګه کړه، هغه اسمبلۍ چې یوه اونۍ وروسته ړنګې شي، نن ړنګې شي، داسې ښکاري چې دوی د فیس سپما غواړي خو موږ به د اساسي قانون او قانون خلاف څه ونه کړو..
قمرزمان کائره وويل که ددوي حکومتونه دوام نۀ کوي نو خان صاحب ته به معلومه شي، پرويز الاهي يواځې د پي ټي ائي سره د اتحاد کولو لار لري، پرويز الاهي يو ماهر لوبغاړى دى، هڅه به کوي چې عمران خان په يو څه قانع کړي.
دا خبره د یادونې ده چې پخواني وزیراعظم عمران خان اعلان کړی چې د دسمبر په ۲۳مه به د پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبلۍ منحل کوي او په قومي اسمبلۍ کې به د سپیکر مخې ته ودرېږي او د استعفا غوښتنه به کوي.
د لبرټي چوک جلسې برخه والو ته د ويډيو لنک له لارې خطاب کې د عمران خان سره د پنجاب وزيراعلي پرويز الاهي او د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان هم موجود وو.