د کنړ ولایت نورګل ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته د ښارګوټي جوړېدو چارې پیل شوي.

0
95

د کنړ ولایت نورګل ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته د ښارګوټي جوړېدو چارې پیل شوي.

17 دسمبر 2022

 

د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې تر څارنې لاندې د DRCـ ډنمارک کډوالو نړیوالې شورا په مالي ملاتړ د ۸۰ کورنیو لپاره په څلور څلور بیسوې ځمکه کې د دریو خونو لرونکو کورونو جوړېدو چارې پیل شوې چې د هر کور په جوړیدو به ۲۰۵۰۰۰ افغانۍ ولګول شي.

 

د دغې مؤسسې مسؤل وویل، یاده مؤسسه په پام کې لري چې د دغو کورنیو سره د ژمنیو توکو رانیولو لپاره هر فامیل سره د ۱۷۵۰۰ افغانیو نغدي مرستې هم ترسره کړي.

اړوند موضوعات

د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې د وروستیو زلزله ځپلو لپاره ۱۲۰۰ کورونه جوړیږي.

 

هغه زیاته کړه د سنبلې په میاشت کې شوې زلزلې له امله د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې خلکو ته سخت زیانونه اوښتي وو، چې د نورو موسیسو ترڅنګ DRC موسیسې له خوا ۷۵۰ کورنیو سره، في کورنۍ ۲۸۵۰۰ اته ويشت نيم زره افغانیو نغدي مرسته شوې وه.

Leave a reply