صوبايي وزیر سردار حسنین بهادر دریشک د پنجاب اعلا وزیر پروېز الهي سره تر سختو خبرو وروسته له وزارته استعفا کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
لاهور: صوبايي وزیر سردار حسنین بهادر دریشک د پنجاب اعلا وزیر پروېز الهي سره تر سختو خبرو وروسته له وزارته استعفا کړې ده.
سردار حسنین دریشک خپله استعفا وزیر اعلی ته استولې ده چې هغه هم تایید کړې ده.
دسرچينو ترمخه تيره ورځ دکابينې په غونډه کې حسنين بهادر دريشک دپنجاب وزيراعلي سره ترخې خبرې کړې وې چې له امله يې صوبائي وزير په احتجاج سره دکابينې غونډې څخه بهر شو.سرچينې وايي چې د کابينې په غونډه کې په يو وخت څو وزيرانو وينا کول غوښتل خو وزيراعلي وويل چې زه به د کابينې غونډه په ډسپلينه ترسره کوم، په يو وخت کې يواځې يو وزير خبرې کولى شي، د وزيراعلى د لارښوونې باوجود سردار محمد حسنین بهادر خبرو ته دوام ورکړ.
دسرچينو له مخې کله چې وزيراعلي له اجازې پرته په خبرو کې مداخله وکړه نو صوبائي وزير په غوسه شو او داستعفي کيدو ګواښ يې وکړو.





