د مسلم ليګ (ق) مشر او د پنجاب وزيراعلي چوهدري پرويز الهي زوي مونس الهي د پخواني وزيراعظم عمران خان سره د شپې ناوخته زمان پارک کې ليدلي دي

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ق) مشر او د پنجاب وزيراعلي چوهدري پرويز الهي زوي مونس الهي د پخواني وزيراعظم عمران خان سره د شپې ناوخته زمان پارک کې ليدلي دي.
دسرچينو له مخې مونس الهي سره دمسلم ليګ (ق) مشر حسين الهي هم ؤ.
ياده دې وي چې د پنجاب اسمبلۍ ماتولو نه وړاندې مونس الهي د راتلونکي سيټ ترميم په اړه له عمران خان سره په ليدنه کې خپلې دروازې خلاصې کړې وې.
له عمران خان سره په لیدنه کې مونس الهي د سیټ د سمون غوښتنه کړې، په داسې حال کې چې ولسمشر عارف علوي سره په لیدنه کې پروېز الهي هم د اسمبلۍ له تحلیل مخکې د څوکیو په سمون ټینګار کړی دی.
ياده دې وي چې پخوانى وزيراعظم عمران خان به نن د دسمبر په ١٧مه نېټه د پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د منحل کولو نېټه اعلانوي.
سرچینه زیاتوي، چې د مونس الهي او عمران خان تر منځ په لیدنه کې پر سیاسي وضعیت خبرې وشوې.






