بلاول بوټو زرداري وایی چې کالعدم ټي ټي پي په پاک افغان پوله خوندي پټنځایونه موندلي دي

0
185

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن او د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري په نيويارک کې په ملګرو ملتونو کې د آرمي پبلک سکول (اے پي ايس) په مراسمو کې ګډون وکړ.

غونډې ته په وينا کې بلاول وويل، په افغانستان کې د فعالو ترهګرو تنظيمونو او تحريک طالبان پاکستان د له منځه وړلو لپاره د نړيوالې ټولنې عزم ضروري دى.
هغه وويل نن دپيښور په ارمي پبلک سکول دترسره شوي بريد په ياد غونډه کې په دغه بريد کې 132 ماشومان، 8 استاذان او کارمندان شهيدان شوي وؤ اؤ ددغه بريد ذمه واري نامنظم تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخستې وه اؤ دغه ډله يې د امنیت شورا او یو شمیر نورو غړو هیوادونو لخوا دترهه گرۍ تنظيم گرځولې ده.
ده ووئيل د ټي ټي پي او نورو تنظيمونو په ضد پراخه پوځي عمليات شوي، عمليات بريالي شوي او د پاكستان خاوره د ترهګرو نه پاکه شوې ده، خو له بده مرغه کالعدم ټي ټي پي د پولې په اوږدو كښې خوندي ځالې موندلې دي۔
د يادونې وړ ده چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري د جي ٧٧ د وزيرانو په غونډه کې د ګډون لپاره په امريکا کې دى.

Leave a reply