ګوجرانواله کښې په خبریالانو تشدد، ګوجرانواله کې پوليسو د يوې ښځينه خبريالې په ګډون د ۳ خبريالانو باندې د تشدد کولو مقدمې درج کړې او پر ضد يې کارروايي پيل کړې ده

0
161

باغی ټي وی رپورټ
ګوجرانواله کې پوليسو د يوې ښځينه خبريالې په ګډون د ۳ خبريالانو پر ضد مقدمې درج کړې او پر ضد يې کارروايي پيل کړې ده.

د ګوجرانواله سي پي او عمر سلامت وايي، په ګوجرانواله کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي بېلابېلې پېښې ثبت شوې دي.
د پوليس وينا ده چي په خبريال رانا جاويد باندي د تشدد مقدمه هم درج کړے شوي ده او د ملزمانو لټون ئي شروع کړے دے۔

پوليس زياتوي چي دوي ته د نامعلومه کسانو لخوا د خبريال رانا جاويد د تشدد ويډيو ترلاسه شوي ده د کومي نه پس ئي د ويډيو په مرسته د ملزمانو لټون شروع کړے دے۔

بل لوري ته يو بل خبريال ممتاز چوهدري وايي چې سب انسپکټر حنا بټ هغه د وکيل چيمبر ته بوتله او له تښتولو وروسته يې پرې تشدد وکړ.

Leave a reply