د چارو ادارې له لوري د افغان لوبغاړو د ستونزو اورېدو په موخه ګډه غونډه جوړه کړه.

د چارو ادارې له لوري د افغان لوبغاړو د ستونزو اورېدو په موخه ګډه غونډه جوړه کړه.
16 دسمبر 2022
د غه غونډه نن د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د کاراته دو، کونگ فو، خفیفه اتلتیک او هاکي ورزشونو فدراسیونونو د مسوولینو او لوبغاړو د ستونزو اورېدو په موخه د یادې ادارې د غونډې په تالار کې جوړه شوې وه.
د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي عبدالباقي منصور په دغه غونډه کې لوبغاړي د سولې سفیران وبلل او ورزش یې د خلکو د روغتیا او تربیې لپاره ګټور وباله.
د کاراته دو فدراسیون سرپرست روح الله معروف او د کونګفو فدراسیون رئیس حبیب الله فاییزی او د یادو فدراسیونونو استازو د نورو ګډونوالو په استازیتوب خبرې وکړې او د لوبغاړو لاسته راوړنې او د فدراسیونونو ستونزې یې د فرهنګي او ټولنیزو چارو له رئیس سره شریکې کړې.
اړوند موضوعات
په ورته وخت کې د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي عبدالباقي منصور ډاډ ورکړ، چې د لوبغاړو ستونزې به د افغانستان اسلامي امارت له مشرتابه سره شریکې کړي.






