پکتيکا ولایت کې د سیندیزې حوزې له لورې د اوبو يو کانال جوړ او ګټې اخيستنې ته سپارل شوی.

0
134

 پکتيکا ولایت کې د سیندیزې حوزې له لورې د اوبو يو کانال جوړ او ګټې اخيستنې ته سپارل شوی.

16 دسمبر 2022

پکتیکا، مرکز ښرنې ګنې اباد کلي کې يو کانال جوړ او ګټي اخېستنې ته وسپارل شو.

 

د پکتیکا ولایت د ګومل فرعي سندیزې حوزې ریاست تر چتر لاندې د پلتو سیند لومړی کانال د ۷۴۲ زره ۳۰۰ افغانیو په لګښت ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

 

د پکتيکا مولوي عبدالله مختار وویل، د ګومل فرعي سندیزې حوزې په هلو ځلو د پلتو سيند اول کانال د رغولو د کارونو بشپړېدو سره به ۳۰ هکټاره ځمکه خړوبېږي او سلګونه کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.

 

مولوي مختار زياته کړه، چې د ورته نورو پروژو د پلي کولو او ځوانانو ته د کارموندنې په موخه به نورې هڅی هم وکړي.

 

د ګومل فرعي سندیزې حوزې رئیس قاري فتح محمد ذاکر وویل، د پلتو لومړی کانال چې د ۲۴ کاري ورځو په جریان کې یې کارونه بشپړ شول، چې ۱۴۰ متره اوږدوالی لري، دېرش هکټاره ځمکه خړوبه وي.

 

ذاکر زياته کړه، چې دغه کانال سربند نه لري، او په راتلونکي کې به د سروې له تطبیق وروسته ورته سربند جوړ شي، تر څو د سیمې خلک تېر منظمه او سالمه ګټه پورته کړي.
شېر ګل د پلتو د سیمې اړوند د ګنې اباد د کلي اوسېدونکي وویل، مونږ زیات خوشاله یو چې دغه کانال یې په اساسي ډول راته جوړ کړ، مخکې به چې مونږ د پلتو له سیند نه اوبه تړلې مصارف به زیات ورباندې راتلل او دوام به یې هم نه کړ، خو اوس به په کم وخت کې زیاتې اوبو زمونږ کرنیزو ځمکو ته بې له ستونزو رسېږي.

اړوند موضوعات

 ‏ننګرهار کې د ۲۴ ميليونه افغانيو په لګښت د کتلوي معافيت نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

د یادونې وړ ده، چې د ګومل فرعي سندیزې حوزې ریاست تر دې وړاندې هم په اړوندو سيمو کې د وچو کاريزونو د بيارغونې په برخه کې کار کړی وو.

Leave a reply