د لنډیکوتل سیمې محمد عمار شینواري هم د آرمي پبلک سکول د خونړۍ پیښې او ترهګرۍ ښکار شوي شهیدانو کښې شامل وو

فایل فوټو: محمد عمار شینواری شهید
نصیب شاه شینواري
۱۶ دسمبر د ظلم او د قتل یوه توره ورځ ، په دې ورځ د پيښور په آرمی سکول کښې تر ۱۴۷ کسانو چې پکښې زده کوونکي او استاذان شامل وو ،په ډیره بې دردۍ سره له ترهګرو له لوري قتل او شهیدان کړل شو.
په وژل شوو زده کوونکو کښې د لنډیکوتل خوګا خیلو سیمې یو زده کوونکې محمد عمار شینواري هم وو،د محمد عمار شینواري عمر څه ۱۵ کاله وو او هغه د لیفټیننټ کرنل (ر) ابراهیم خان شینواري ځوی وو.
محمد عمار شینواري غوښتل چې هغه یو ډاکټر شی او د خپلې سیمې خلکو خدمت وکړي خو ددې ځوان د ژوند دا ارمان پوره نه شو او هغه په ۱۶م دسمبر ۲۰۱۴ د آرمي پبلک سکول په خونړي برید کښې شهید کړې شو.
په ډان ورځپانړه کښې د نشر شوی یو راپور مطابق محمد عمار شینواري
که څه هم یو ډیر هوښیار زده کونکی وو چې تل یې په ازموینو کې له 80٪ څخه ډیر نمرې اخیستې ، د هغه استاذانو وینا وه چې هغه لاهم یو څه بې پروا دی او یوازې د امتحان په ورځو کې زده کړې کوي.
هم دې رپورټ کښې زیاتوي چې د محمد عمار شینواري مور او پلار یوه پیښه یادوي کله چې عمار له نغدو پیسو او مهم کارتونو ډک بټوه وموندله. بټوه د یوه سړي وه چې په نوشهره کې اوسېده او عمار هغه بټوه هغه سړي ته ور واپس کړه چې دا د عمار شینواري د انسانیت او ایمانداري یوه لوړه او ښایسته نمونه نمونه وه.






