حکومت د انرجي سپمولو ملي ايمرجنسي منصوبه جوړه کړې ده چې له مخې به يې هېواد ته د کال 262 اربه روپۍ بچت کېږي

0
175

باغي ټي وي رپورټ
حکومت د انرجي سپمولو ملي ايمرجنسي منصوبه جوړه کړې ده چې له مخې به يې هېواد ته د کال 262 اربه روپۍ بچت کېږي.

د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د اقتصادي راهدارۍ او د انرجي کمي ختمولو لپاره شوي اجلاس کښې خصوصي او حکومتي ودانيو ته سولر انرجي منتقل کولو منصوبه او د بجلي چورانو پرضد د کرک ډاؤن فيصله هم اوشوه۔
غونډې ته په وینا کې وزیر اعظم شهباز شریف وویل د انرژۍ سپمول د پاکستان د بقا مسله ده.

د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب په سوشل ميډيا خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې د غير معمولي حالاتو سره د مقابلې لپاره غير معمولي اقدامات ضروري دي، هر پاكستاني ته به په دې لړ كښې خپل کردار ادا كولې شي۔

Leave a reply