مني لانډرنګ کيس کې د وزيراعظم زوی سليمان شهباز ايف آئي اے ته وړاندې شو

باغی ټي وي رپورټ
لاهور: د مني لانډرنګ کيس کې د وزيراعظم زوی سليمان شهباز ايف آئي اے ته وړاندې شو.
د ذرائعو ترمخه سليمان شهباز ته ايف آئي اے د مني لانډرنګ کيس متعلق سوالونه کاغذونه ورکړي وو ولي سليمان شهباز د سوالونو جواب لپاره وخت غوښتي وو۔
ياده دي وي چي سليمان شهباز د مني لانډرنګ کيس کښي د اسلام آباد هائي کورټ نه په حفاظتي ضمانت خوشي کړے شوے وو او څو ورځي وړاندي وطن ته واپس راغلے وو۔
د اسلام اباد هائي کورټ پوليسو ته د سليمان شهباز د نيولو نه د منع کولو احکامات جاري کړي او د وزيراعظم زوي ته ئي عدالت ته د حاضريدو حکم ورکړے دے۔






