د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له روسیې څخه د ارزانه تیلو اخیستل رد کړل.

باغي ټي وي رپورټ
امریکايي ټلویزیون ته په مرکه کې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې دوی له روسیې څخه نه په تخفیف کې تیل اخلي او نه هم له اخستو لپاره هڅه کوي.
د تېلو په اړه د بلاول بهټو څرګندونې د حکومت د وزيرانو په بيانونو کې ښکاره تناقض په ډاګه کوي، څو ورځې وړاندې د روسيې له سفره د راستنېدو پر مهال د پټروليم وزير مصدق ملک ويلي و، چې روسيه به پاکستان ته په کمه بيه خام تېل ورکوي. .
بلاول بوټو زرداري هم له IMF څخه وغوښتل چې په خپلو شرطونو بیا کتنه وکړي او د اقتصاد په بحالۍ کې مرسته وکړي.






