وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چي د دسمبر 16مه د ټول پاکستان لپاره د ترهه ګرۍ په ضد د يووالي ورځ ده

0
166

باغي ټي وي رپورټ

د اے پی ایس ترهګریزې پیښې په اړه خپل پېغام كښې وزيراعظم شهباز شريف ليكلي چې هر كال د دسمبر په شپاړسمه نېټه ټول ملت ته د هغه درد او غم يادونه كوي كله چې ترهګرو په ارمي پبلک سکول پېښور كښې ظلم وكړو۔
شهبازشريف په خپل ټويټ کې ليکلي چې کلونه وروسته هم داسې غمونه دي چې هير شوي نه دي، نن د آرمي پبلک سکول شهيدانو ته د درناوي او د هغوي د کورنيو سره د غم شريکۍ ورځ ده، د پاکستان ملت به هيڅکله د پاکستان د پوځ قربانۍ هير نه کړی.
په سوشل ميډيا خپل يو پېغام كښې وزيراعظم ووئيل د دسمبر 16مه نېټه د ټول پاكستان لپاره د ترهه ګرۍ په ضد د يو اواز پورته كولو ورځ ده٬ دا ورځ ټولې نړۍ ته دا پېغام دے چې پاكستان د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره ډېرې قربانۍ وركړې دي او د همدې اوسپنې عزم او استقامت سره د ترهګرو تر بشپړ ویجاړولو پورې به دا جاري ساتي۔

Leave a reply