حزب اسلامي افغانستان عمران خان ته يوه قالین په تحفه کې ورکړې وه، عمران خان ددې قالین نرخ 32 زره روپۍ ولګول او په 1000 روپۍ کښې ی واخسته: نورعالم خان

0
192

باغی ټي وي رپورټ
دپبلک اکاؤنټس کميټۍ (پي اے سي) چيئرمېن نور عالم خان دعوه کړې ده چې حزب اسلامي افغانستان عمران خان ته يوه قالین په تحفه کې ورکړې وه، عمران خان ددې قالین نرخ 32 زره روپۍ ولګول او په 1000 روپۍ کښې ی واخسته.
د جيو نيوز پروګرام “کيپيټل ټاک” کې د خبرو په مهال د پبلک اکاونټس کميټۍ چيئرمېن نور عالم خان وويل عمران خان تر ٢٠٢٢م پورې په کمه بيعه د توشه خانې څخه په کروړونو تحفې پېرودلې وې.
نور عالم خان وويل عمران خان بني ګاله ته غالۍ، د زيتونو تېل، د عود عطر او خرما وړي.

هغه وويل، حزب اسلامي افغانستان عمران خان ته يوه غالۍ ورکړې، چې بيه يې ٣٢زره وه، عمران خان هغه غالۍ په زرو کلدارو واخيسته او پاتې شوه، حتی د لارې سوداګر هم د زرو کلدارو قالینه نه پلوري.
نور عالم خان وويل، چې عمران خان له توشخه خانه څخه د ډاليو په حساب سره کې يو هار، ساعت، ګوته او غوږوالۍ په مخه وړي دي.

Leave a reply