د اسلام آباد د ډسټرکټ او سيشن کورټ جج ظفر اقبال د توشه خانه ريفرنس د مقدمې فيصله جاري کړې چې پکښې د عمران خان خلاف د فوجداري کاروائي لپاره د اليکشن کميشن درخواست منظور کړے شوے دے

باغي ټي وي رپورټ
د اسلام اباد عدالت د توشه خانې ریفرنس مسلې په اړه د پخواني وزیراعظم او د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) چئیرمین عمران خان خلاف د الیکشن کمیشن په درخواست فیصله جاري کړه. د اسلام آباد د ډسټرکټ او سيشن کورټ جج ظفر اقبال د توشه خانه ريفرنس د مقدمې فيصله جاري کړې چې پکښې د عمران خان خلاف د فوجداري کاروائي لپاره د اليکشن کميشن درخواست منظور کړے شوے دے۔ په ليکلي فيصله کې ويل شوي دي چې د عمران خان لخوا د توشه خانې تحفې اثاثې پټې کړې شوې وې، د عمران خان لخوا جمع کړل شوې اعلاميه بدي نګار کې غلطه ده.
په فيصله کې وئيل شوي چې عمران خان په اعلاميه کې د ډاليو تفصيلات او د هغوي د خرڅلاو څخه ترلاسه شوې پيسې نۀ دي په ډاگه کړي. د عدالت په فيصله کې ويل شوي چې عمران خان د الېکشن ايکټ د سيکشن 174 په سرغړونې مجرم دی، د پخواني وزيراعظم خلاف شکايت د رسمي اورېدنې لپاره منظور شوی دی. په ليکلي فيصله کې عمران خان ته د جنورۍ په نهمه نيټه د مقدمې لپاره پخپله حاضرۍ کې ويل شوي دي.






