د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وايي عمران خان ذهني ناروغه دې

0
179

باغي ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وايي عمران خان ذهني ناروغه شوی، خلکو د هغه د درواغو قیصې اورېدل بند کړي دي.
مريم اورنګزېب خپل يو بيان کښې وئيلي دي چې نن طالبعلمان د عمران خان وینا اوريدو لپاره کالجونو کښې کښېناستو ته مجبور شول۔
هغې وويل، توشه خانه يوه پرانيستې او بنده قضيه ده، دا يوازې د ساعت اخيستلو خبره نه ده، دا د ميلياردونو روپو د ماليې د نه اعلانولو خبره ده، څوک چې له نورو څخه د څلوېښتو کلونو حساب وغواړي، بايد هغه په خپله هم حساب ورکړي، هغې اوویل باید عمران خان د خپل 4 کاله واک په اړه هم حساب ورکړی.
ياده دې وي چې په راولپنډۍ کې د تحريک انصاف د مشر عمران خان د وينا پر مهال په ګڼ شمېر کې محصلين له تالار وتلي وو، چې ويډيو يې هم پر ټولنيزو رسنيو خپره شوې ده. د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان نن د يو ويډيو لنک په ذريعه د ټول ملک طالب علمانو ته خطاب وکړو او په طالب علمانو يې غږ وکړو چې سخت محنت وکړي او د ملک او ملت نوم په ټوله نړۍ کې روښانه کړي.
د عمران خان د وينا پر مهال د راولپنډۍ د سټلايټ ډګري کالج يوه ويډيو وائرل کېږي چې په کې ليدل کېږي چې د پي ټي ايي د چيرمين د وينا په پيل کې هال له زده کوونکو ډک و، خو د عمران خان د وينا پر مهال هال له زده کوونکو ډک و. ډیری محصلین پاڅیدل او له تالار څخه ووتل.

Leave a reply