د قبایلي سیمو لویې جرګې د ګډې اعلامیې له مخې قبایلي مشرانو د فاټا جبري انضمام په متفقه توګه رد کولو اعلان کړې

باغي ټي وي رپورټ
پیښور: د قبایلي لویې جرګې د ګډې اعلامیې له مخې قبایلي مشرانو د فاټا جبري انضمام په متفقه توګه رد کړی دی، د فاټا انضمام د قبایلي ولس له نظر اخیستلو پرته شوی دی، کوم چې قبایلي ولس په هیڅ صورت نه مني. د پيښور حيات آباد تاتاره پارک کښي د متحده قبائلو کميټي لخوا د قبائلي مشرانو يوه لويه جرګه اوشوه چي پکښي د ټولو قبائلي ضلعو او ايف آرز نه په ګنړ شمير قبائلي مشرانو ګډون اوکړو چي پکښي سيد نذير مهمند، ملک بسم الله خان آفريدي او ملک صلاح الدين کوکي شامل وو۔ خیل، ملک اسرارالله، ملک نایب خان، ملک محمد حسین، ملک شاهی خان محسود، ګل زمان آدم خیل، ملک عبدالمنان مهمند، ملک زیارت ګل، ملک وزیر او نور موجود وو.
په لويه جرګه کې دمتحدينو دقومونو دکميټې په مشرۍ يوه مرکزي کميټه جوړه شوه چې په پاى کې درې پرېکړه ليکونه وړاندې شول چې د جرګې دمشرانو له خوا په متفقه توګه تصويب شول. د پاکستان د سپريم کورټ معزز ججانو د قبائيلي اولس سره وعده کړې وه چې د روژې نه پس به د فاټا په اړه د لانجمنې مقدمې په اړه د سپريم کورټ يو لوي بينچ جوړيږي چې د نهه مياشتو په تيريدو سره هم دغه لويه بينچ جوړ نه شو. نو ځکه د پاکستان د سترې محکمې معزز ججان دې د فاټا د جبري انضمام په ضد د مقدمې اورېدنې په مهال د يو لوې بېنچ په جوړولو سره قبائيلي ولس ته انصاف ورکړي او د فاټا د جبري انضمام په ضد دې د سپټمبر په ١٤مه نېټه د قبائيلي اولس په ضد يوه لويه جلسه وکړه. اسلام اباد چې د هغه وخت حکومت يو پارليماني پارټۍ جوړه کړه چې پکې د قومي اسمبلۍ پخواني سپيکر اسد قيصر،پخواني وفاقي وزير پير نورالحق قادري، د جمعيت علما اسلام پاکستان موجوده وفاقي وزير مفتي عبدالشکور، د مسلم ليګ (ن) خرم دستګير، د پيپلز پارټۍ څخه نادر مګسي، سينيټر ايوب آفريدي شامل دي، پارليماني کميټي جوړه کړي او قبائلي اولس سره مذاکرات کوي۔ مشران دې د فاټا انضمام په اړه خپل دریځ د دوی مخې ته وړاندې کړي.په مردم شمارۍ کې د قبایلي ولسونو شمېر کم شوی دی.
مشرانو اوویل چې اين ايف سي ايوارډ او د پرمختيائي فنډونو پشمول نور مراعات په ملک کښې د آبادۍ په بنياد ورکول کيږي نو پخ قبائلي سیمو کښې دې پهسمه توګه مردم شماري وکړي تر څو قبائلي ضلعو ته په اين ايف سي ايوارډ کښې برخه ورکړے شي۔متحده قبايلو کميټۍ
دا هم غوښتنه اوکړه چې په دې کښې دې ورته اسانتياوې برابرې شي۔ له افغانستان سره پر پوله د سوداګريزو فعاليتونو بندول، پر پوله د مېشتو قبايلو لپاره د ويزې او پاسپورټ شرط لرې کول او قبايلي خلکو ته د شناختي کارډ له لارې د تېرېدو اجازه ورکول.
مشرانو اووبل چې په داسې حال کې چې مولانا فضل الرحمن له پیله د فاټا انضمام مخالف دی او د قبایلي مشرانو تر څنګ ولاړ دی، نو اوس مولانا فضل الرحمن د اوسني حکومت برخه ده نو دوی دې د قبایلي ولس غږ پورته کړی او په ظلم سره د انضمام پریکړه واپس کولو کښې دې رول ولوبوی .
د فاټا انضمام څخه د خلاصون لپاره، د متحده قبایلو کمېټۍ لخوا یو مرکزي کمېټۍ هم جوړه شوې چې د راتلونکي کړنلارو په اړه به پریکړې کوي.





