د افغانستان بریښنا شرکت: هرات ولایت ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا وصل شوه.

د افغانستان بریښنا شرکت: هرات ولایت ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا وصل شوه.
15 دسمبر 2022
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، هرات ولایت ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا وصل شوه چې په دې سره به د هرات ښاریانو ستونزې تر ډېره هوارې شي.
برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې هرات ته د ترکمنستان د وارداتي برېښنا پر پرې شوي اصلي لین هم کار روان دی چې تر جوړېدو وروسته به بېرته عادي حالت ته راوګرځي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل په ګډون د۱۱ ولایتونو اوسېدونکي له تېرو څو ورځو راهیسې په ازبکستان کې د برېښنا تولید شبکو کې د ستونزو رامنځ ته کېدو له کبله له ستونزو سره مخ دي.
اړوند موضوعات
بریښنا شرکت: د پرچاویو د مخنیوي په موخه د ۶۰ میګاواټو په ظرفیت د تره خېلو حرارتي دستګاه چالانه شوه .
برېښنا شرکت ویلي چې خلک دې د ازبکستان د برېښنا تولید شبکو د ستونزو تر هواري پورې زغم ولري.






