د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي وايي، سیمه د افغانستان د وضعیت، د ترهګرۍ د پېښو او د کشمیر د مسئلې له امله له ستونزو سره مخ ده

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي وايي، سیمه د افغانستان د وضعیت، د ترهګرۍ د پېښو او د کشمیر د مسئلې له امله له ستونزو سره مخ ده.
پينځم سمندري سکيورټي وركشاپ ته په وینا كښې اولس مشر ووئيل چې د پاكستان په سلامتۍ كښې د پاك بحريه کردار ته د ستاينې وړ دې٬
د سېلاب ځپلو او بيا بحالۍ كارو كښې د پاك بحريه کردار د ستاينې وړ دې۔
ولسمشر عارف علوي وویل، سیمه د افغانستان د حالاتو، د ترهګرۍ د پېښو او د کشمیر د مسئلې له امله له ستونزو سره مخ ده، هند په سیمه کې د خپل تسلط د ټینګولو لپاره په دفاعي برخه کې زیاته بودجه لګولې ده. هغه زیاته کړه، پاکستان د خپلو محدودو منابعو سره سره ۴ میلیونه افغان کډوالو ته پناه ورکړې، د روسیې او اوکراین تر منځ د کړکېچ له امله تر ټولو زیات زیانمنونکي هېوادونه دي، د سړې جګړې له امله انسانیت هم زیانمن شوی دی.





