د خیبر پښتونخوا د لوړو زده کړو وزیر کامران خان بنګش وايي، ولس د عمران خان اعلان ته په بې صبرۍ انتظار دی.

0
93

باغي ټي وي رپورټ
پېښور: د خیبر پښتونخوا د لوړو زده کړو وزیر کامران خان بنګش وايي، ولس د عمران خان اعلان ته په بې صبرۍ انتظار دی.

کامران بنګش وويل، شفافې ټاکنې د هېواد د سياسي او اقتصادي ثبات يوازنۍ حل لاره ده، ولس د عمران خان اعلان ته په بې صبرۍ انتظار کوي.

صوبائي وزير وويل چي وزيراعلي محمود خان به د عمران خان اشاره ترلاسه کيدو سره سم اسمبلي منحل کړي، عوام به د عمران خان د نااهلي کولو سازش ته په هيڅ صورت کاميابيدو اجازت ورنکړي۔ بل لوري ته دخيبرپښتونخوا د وزيراعلي وياند بيرسټر محمد علي سيف وئيلي دي چې دصوبائي اسمبلۍ څخه دتعديل په منظورۍ سره دکرپشن معاف کولو لاره هواره شوې ده.

بیرسټر سیف زیاته کړه چې فکر مه کوه عمران خان به ډېر ژر یو ځل بیا په دوه ،درېیمه اکثریت سره اسمبلۍ ته راشي او واک ته له رسېدو وروسته به عمران خان دغه ملي غله یو ځل بیا د زندانونو شاته وغورځوي.

Leave a reply