په نړيوال بازار کې د خامو تېلو د بيې د کمېدو له امله په پاکستان کې د پټروليم مصنوعاتو بيې راټيټېداى شي

باغي ټي وي رپورټ
کراچۍ: په نړيوال بازار کې د خامو تېلو د بيې د کمېدو له امله په پاکستان کې د پټروليم مصنوعاتو بيې راټيټېداى شي.
د صنعتکارانو وينا ده چې په نړيوال مارکيټ کښې د خامو تيلو د نرخونو د ټيټيدو اثر به په پاکستان کښې هم د تيلو په نرخونو باندې اغيزه کوي چې پکښې ډيزلو نهه روپۍ في ليټر او د پټرولو په نرخ کښې هم فی لیتر اوه نیمې روپې راټیټیدو امکان دې.
سرچینې وویل چې د IMF فشار لاندې د پلور مالیه او PDL د زیاتوالي احتمال لري.
سرچينې وائي که چرې په بيو کې کمي د سيلز ټيکس او پي ډي ايل سره سمون ومومي نو د تيلو په بيو کې به هيڅ کمي نۀ شي.






