د تحريک انصاف د مشر عمران خان د وينا پر مهال ګڼ شمېر محصلين له هاله ووتل، چې ويډيو يې هم پر ټولنيزو رسنيو خپره شوې ده

باغي ټي وي رپورټ
راولپنډۍ: د تحريک انصاف د مشر عمران خان د وينا پر مهال ګڼ شمېر محصلين له هاله ووتل، چې ويډيو يې هم پر ټولنيزو رسنيو خپره شوې ده.
د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان نن د يو ويډيو لنک په ذريعه د ټول ملک طالب علمانو ته وینا وکړ او په طالب علمانو يې غږ وکړو چې سخت محنت وکړي او د ملک او ملت نوم په ټوله نړۍ کې روښانه کړي.
د عمران خان د وينا پر مهال د راولپنډۍ د سټلايټ ډګري کالج يوه ويډيو وائرل کېږي چې په کې ليدل کېږي چې د پي ټي ايي د چيرمين د وينا په پيل کې هال له زده کوونکو ډک و، خو د عمران خان د وينا پر مهال هال له زده کوونکو ډک و، ډیری محصلین پاڅیدل او له تالار څخه ووتل.





