د امريکې کمانډر جنرل ايرک کورلا د پاکستان د فوځ سرلښکر جنرال عاصم منير سره وليدل

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې آی ایس پي آر له مخې، جنرال عاصم منیر جی ایچ کیو ته په رسېدو د امريکې د مرکزي قوماندانۍ کمانډر جنرال ایرک کوریلا هرکلی وکړ.
د آئي اېس پي آر له مخې ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو او د سيمې سلامتي په چارو خبرې وشوې٬ امريكې جنرال د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د لاسته راوړنو اعتراف وكړو۔ د عامه اړیکو د څانګې له مخې، د پاکستان او امریکا د وسله والو ځواکونو ترمنځ د پلاوي په کچه هم خبرې وشوې، مېلمه د سیمه ییزې سولې لپاره د پاکستان د همکارۍ ډاډ هم ورکړ.
د آئي ايس پي آر ترمخه امريکي وفد به نن د طورخم بارډر دوره هم کوي، وفد ته به په پاک افغان پوله د ترهه ګرۍ په ضد د بارډر مينجمنټ کړنلارې په اړه بريفنګ ورکولې شي۔






