د پنجاب وزيراعلي چوهدري پروېز الهي تونسه ته د ضلعي حيثيت ورکولو منظوري ورکړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب وزيراعلي چوهدري پروېز الهي تونسه ته د ضلعي حيثيت ورکولو منظوري ورکړې ده.
دسرچينو ترمخه دتحريک انصاف چيئرمين عمران خان تيره ورځ دپنجاب پخواني وزيراعلي عثمان بزدار ته وئيلي وؤ چې دپنجاب اسمبلۍ منحل کيدو څخه وړاندې به تونسه ته دضلعي حيثيت ورکول کيږي اؤ تيره ورځ به تونسه ته دضلعي درجې ورکولو لپاره گامونه اخستل کيږي.
نن ديره غازي خان کښي دقومي او صوبائي اسمبلئ غړو دپنجاب وزيراعلي چوهدري پرويز الاهي سره ملاقات کړي دي چي پکښي پرويز الهي اوويل چي تونسه ته د ضلعي درجو ورکولو حتمي منظوري ورکړي شوي ده۔چوهدري پرويز الاهي وئيلي دي چې د اسمبلۍ غړو په غوښتنه ډي جي خان تونسه ته د ضلعې درجې ورکولو لپاره ګام پورته کړی دی.
هغه زياته کړه، چې د تونس ولسوالۍ په جوړېدو سره به په اداري چارو کې ښه والى راشي. د پنجاب حکومت سرچينې وايي، چې تونسه ته د ضلعې حيثيت ورکولو منظوري به له کابينې څخه اخيستل کېږي.
ډي جي خان سره تعلق لرونکي د قومي او صوبائي اسمبلۍ غړو د تونسه ضلعې درجې ورکولو باندې د پنجاب وزيراعلې مننه کړې ده۔






