د تاجکستان ولسمشر پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان په اړه خبرې کړي

د تاجکستان ولسمشر پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان په اړه خبرې کړي
پاکستان ته د تاجکستان د ولسمشر دغه سفر په داسې مهال کیږي چې د راپورونو له مخې څو ورځې وړاندې کابل کې پر یو هوټل د برید کوونکو هویت له تاجکستان څخه ښودل شوی او تر دې پېښې څو ورځې وړاندې بیا ګلبدین حکمتیار هم ادعا کړې وه چې پر ده باندې برید کوونکي کسان د تاجکستان اتباع ؤ.
(2022 / 12 / 15 تاریخ تلویزیون باغی)
راپور
د رسنیو د راپورونو له مخې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان پاکستان ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره د سوداګرۍ او نورو موضوعاتو سربېره د افغانستان په اړه هم خبرې کړي.
دغه راز دواړو لورو د خپلو هېوادونو لپاره په ځینو برخو کې یو شمېر هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړې دي.
د دواړو ولسمشرانو تر لیدنې وروسته د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان یوې ګډې خبرې غونډې ته په خپلو خبرو کې ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د ثبات غوښتونکی دی او په دې لړ کې به له پاکستان سره په ګډه کار کوي.
خبرهای مرتبط به این:
پاکستان ته د تاجکستان د ولسمشر دغه سفر په داسې مهال کیږي چې د راپورونو له مخې څو ورځې وړاندې کابل کې پر یو هوټل د برید کوونکو هویت له تاجکستان څخه ښودل شوی او تر دې پېښې څو ورځې وړاندې بیا ګلبدین حکمتیار هم ادعا کړې وه چې پر ده باندې برید کوونکي کسان د تاجکستان اتباع وو.





