په نړيواله كچه د امن قائمولو سره د سماجي او اقتصادي پرمختګ ننګونه هم شتون لری: بلاول بوټو زرداري
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا جوړې شوې مناظرې ته وینا وکړه، چې موضوع یې پایداره سوله او امنیت و.
بلاول په خپله وینا کې وویل چې د هرې شخړې خواوې دې دوه اړخیزه مسله نه شي بللی، امنیت شورا دې د تسلیم شویو شخړو په هواري کې اغېزمن رول ولوبوي، اوږدمهاله شخړې دې د امنیت شوراپریکړو له مخې حل شي.
د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د امنیت شورا پراخول باید د واک پر ځای د برابرۍ پر بنسټ وي، زیاتو هېوادونو ته د ویټو واک ورکول به په نړیواله کچه تشه زیاته کړي، هغه هېوادونه چې پر پرېکړه لیکونو عمل نه کوي، دایمي غړي به څنګه شي؟
بلاول ووئيل چې په نړيواله كچه د امن قائمولو سره د سماجي او اقتصادي پرمختګ ننګونه هم ده، كاپ 27 كښې د زيانونو او زيانونو فنډ جوړول يو لوئ پرمختګ دى۔
هغه وويل، ملګري ملتونه په نړيواله کچه د عدالت د تامين لپاره مهم مسووليت لري او د نړۍ د سولې او اړوندو ستونزو حل د امنيت شورا دنده ده.
Pakistan firmly believes that the major security problems, including those in our region, can be effective and peacefully resolved, through an active involvement of the Security Council and the Security General -FM @BBhuttoZardari at the Security Council meeting at the @UN
1/2 pic.twitter.com/F4KGULv9o7— PPP (@MediaCellPPP) December 14, 2022