کونړ کې ۵۰۰ کلیوالي ټولګي او د چټکو زده کړو مرکزونه جوړیږي

د کونړ ولایت په اتو ولسوالیو کې د سلګونو کلیوالي ټولګیو او د چټکو زده کړو مرکزونو په جوړلو سره زرګونه ماشومانوته د زده کړې زمینه برابریږي.
په کونړ ولایت کې د اسلامي امارت د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې له ماشومانو څخه د ملاتړ نړیوال صندوق(یونیسیف) په مالي ملاتړ ددې ولایت په مختلفو ولسوالیو کې ۴۰۰ کلیوالي ټولګي او ۱۰۰ د چټکو زده کړو مرکزونه جوړیږي.
د کونړ د پوهنې رئیس محب الله حیدري وايي چې ټاکل شوې ده، یاد ښوونځي او د چټکو زده کړو مرکزونه په وټپور، ماڼوګۍ، چپې درې، شیګل، اسمار، شلتن، مرورې او خاص کونړ ولسوالیو کې جوړ او پنځلس زره زده کوونکو ته به د زده کړو زمینه برابر شي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم د کونړ په نرنګ، څوکۍ، نورګل او خاص کونړ ولسوالیو کې د یونیسیف په مالي ملاتړ ۱۰۰ کلیوالي ټولګي فعال شوي دي.
باید وویل شي چې په هېواد کې د امریکايي اشغال او جګړو له پای ته رسېدو سره د امن او ټیکاؤ فضاء رامنځته شوې، چې ورسره د ښوونیزو او پراختیايي پروژو د تطبیق پروسې هم له هرډول اختلاس پرته په پوره شفافیت سرته رسیږي.






