پخواني وزیراعظم عمران خان د پنجاب پخواني وزیراعلی عثمان بزدار ته د پنجاب اسمبلۍ منحل کیدو نه وړاندې تونسه ته د ضلعې درجې ورکولو باور ورکړی

باغي ټي وي رپورټ
پخواني وزیراعظم عمران خان د پنجاب پخواني وزیراعلی عثمان بزدار ته د پنجاب اسمبلۍ منحل کیدو نه وړاندې تونسه ته د ضلعې درجې ورکولو باور ورکړی دی. د ډيره غازي خان اسمبلۍ غړو د پخواني وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې مشورتي غونډه شوې چې پکښې برخه والو ته د پنجاب اسمبلۍ تحليل په اړه اعتماد کښې اخستل شوي دي۔ په غونډه کې عثمان بزدار، زرتاج ګل، حنیف پتافي، هاشم جوان بخت، سیف کهوسه، محی الدین کهوسه، خواجه داوود سلیماني، علي عباس شاه او نورو ګډون کړی وو. په دې کتنه کې د بزګرانو په اقتصادي وضعیت او د سرې د نرخ په اړه خبرې وشوې
په دی موقع عمران خان اوویل چی حکومت د تاجرانو سره سره د کروندګرو لپاره هم مشکلات پیدا کړی دی زمونږ په وخت کښي هم بزګرانو ته د سرې سبسډی ورکول کیده موجوده حکومت د سرې نرخ 11 زره روپئ زیات کړی دی. په نړیواله کچه د سرې بیه له ۸ تر ۹ زره روپۍ ده.
عثمان بزدار عمران خان ته د تونسه شريف ضلعې جوړولو په اړه بريفنګ ورکړو او ويې ويل چې د ډېرې مودې راهسې د تونسه ضلعې جوړولو باندې کار روان دے خو تر دې دمه ورته د ضلعې حيثيت نه دی ورکړل شوی.
په دې اړه عمران خان ویلي چې د اسمبلۍ منحل کیدو نه وړاندې به تونسه شریف ته د ضلعې حیثیت ورکړل شي




