د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د اقتصادي ډلې غونډه شوې چې پكښې مهمې پرېكړې شوې

باغي ټي وي رپورټ
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د اقتصادي ډلې غونډه شوې چې پكښې مهمې پرېكړې شوې۔ دسرچينو ترمخه وزيراعظم ته په غونډه کې دموجوده اقتصادي صورتحال په اړه بريفنگ ورکړل شوى اؤ وئيلي يې دي چې هيواد ناداره نۀ دى اؤ دپاکستان دنادارۍ افواه غلطه ده. په غونډه كښې د ډالر ذخيره كوونكو په ضد د كارروائي كولو فيصله وشوه او وزيراعظم په انټر بينك او اوپن ماركيټ كښې د ډالرو ګېپ كمولو هدايات وكړل۔
دسرچينو ترمخه وزيراعظم دخزانې وزير ته لارښوونه کړى چې دمعيشت په اړه حقايق مخې ته راوړي چې وروستو به دخزانې وزير به ډير زر داقتصاد په اړه بريفنګ ورکوي.





