الېکشن کمېشن د پخواني صدر اصف علي زرداري خور او د پيپلز پارټۍ د مشرې فريال تالپور د نااهلۍ درخواست رد کړی دی

0
85

باغي ټي وي رپورټ
الېکشن کمېشن د پخواني صدر اصف علي زرداري خور او د پيپلز پارټۍ د مشرې فريال تالپور د نااهلۍ درخواست رد کړی دی.

اليکشن کميشن د فريال تالپور په ضد د نااهلۍ درخواست مسترد کړے دے او د نااهلي کيس محفوظ فيصله ئي ورکړي ده۔

اليکشن کميشن په خپله فيصله کې ليکلي چې فريال تالپور خپلې اثاثې افشا کړې، نااهلي لپاره مواد او کره ثبوتونه پکار دي، درخواست کونکی د نااهلۍ مقدمه کې ناکامه شوه.

ياده دې وي چې د پاکستان تحريک انصاف مشر ارسلان تاج او رابعه اظفر د فريال تالپور د نااهلۍ لپاره درخواست جمع کړی وو.

Leave a reply