د بلوچستان عوامي ګوند (مینګل) مشر سردار اختر مینګل په حکومت کښې پاتې کیدلو یا نه پاتې کیدلو په اړه د بي این پي مینګل غونډه رابللې ده
باغی ټي وي رپورټ
د بلوچستان عوامي ګوند (مینګل) مشر سردار اختر مینګل د بي این پي مینګل غونډه رابللې ده چې په حکومت کې پاتې شي او که جلا شي.
د بي اين پي مينګل مشر سردار اختر مينګل د دسمبر په پنځلسمه نيټه د پارټئ مرکزي کميټۍ غونډه رابللې ده۔
په دې لړ کې سردار اختر مینګل په سوشل میډیا ویلي چې د ګوند په غونډه کې به د حکومت د پرېښودو په اړه پرېکړه وشي، په داسې رویه د بلوچستان ستونزې نه شي حل کېدای.
ده ووئيل چې دا د لادركه كسانو مسئله ده يا زمونږ د وسائلو، د بلوچستان په اړه هيڅوك هم سنجيده نه دي، كه حكومت زمونږ د ستونزو هواري ونه كړه نو ښايي شهباز شريف له حكومت څخه جلا شي.
ياده دې وي چې بي اين پي د وفاقي کابينې غونډه بايکاټ کړې وه او مرکزي حکومت ته د بلوچستان او رېکوډک د وسائلو په تخصيص د اندېښنې څرګندونه کړې وه.بي اين پي وويل په بلوچستان او قامي اسمبلۍ کې دا بلونه په عاجله توګه منظور شوي چې مرکزي حکومت ته يې ريکوډ او وسائل ورکړي.