پاکستان تحریک انصاف د حکومت د ټولو غړو د بریت فیصلې په سپریم کورټ کښې چیلنج کولو اعلان کړې دې.

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان تحریک انصاف د حکومت د ټولو غړو د بریت فیصلې په سپریم کورټ کښې چیلنج کولو اعلان کړې دې.
په لاهور کې دخبرو په مهال حماد اظهر وويل حکومت کې راتلو سره به د اين آر او 2 پوسټرونه الوځوي.
هغه وويل مفتاح اسماعيل اؤ اسحاق ډار دواړه دپاکستان داقتصادي بحران ذمه واري دي، زمونږ په وخت کې هيڅ اقتصادي بحران نۀ ؤ، زمونږ په وخت کې معيشت په 6 فيصده روان ؤ، دبې اعتمادۍ وروستو يې په ګران بيه پټرول پېرودل، لگولي دي. پر وارداتو بندیز، په بازار کې ګډوډي رامنځته شوې ده.
حماد اظهر وویل چې اوس په نړیوالو بازارونو کې د تیلو بیه ډیره ټیټه ده، د تیلو نړیواله بیه د روسیې او اوکراین تر منځ د شخړې په پرتله په ټیټه بیه ده، په پاکستان کې ولې د تیلو بیه نه راټیټه کیږي؟
حماد اظهر وزیراعظم سلیمان شهباز د کک بیک سپیشلسټ بللی او ویلي یې دي چې سلیمان شهباز دومره وخت نه لري چې عمران خان ته وینا وکړي.






