د لاهور پوليس په غالب بازار کښې کاروائي دوران د جعلي کرنسۍ جوړولو څلور کسيزه ډله نيولې ده۔

باغی ټي وي رپورټ
د لاهور پوليس په غالب بازار کښې کاروائي دوران د جعلي کرنسۍ جوړولو څلور کسيزه ډله نيولې ده۔
دپوليسو وياند ترمخه په نيول شوؤ کسانو کې شير باز، اشفاق، شمس الرحمان اؤ تنوير شامل دي چې دجعلي کرنسۍ جوړولو په تور نيول شوي دي.
پوليس وائي چي د ملزمانو نه ئي د کروړونو روپو جعلي کرنسئ او د جعلي نوټونو جوړولو مشينري برآمد کړي دي۔
دپوليسو وينا ده چې ملزمانو جعلي کرنسۍ جوړولې او وړو ښارونو ته به يې ليږلې، له ملزمانو څخه نورې پلټنې روانې دي.






