په هرات ولایت کې د یوې کورنۍ درې غړي د ګاز نیونې له امله مړه شوي دي

0
198

په هرات ولایت کې د یوې کورنۍ درې غړي د ګاز نیونې له امله مړه شوي دي

د هرات سیمه ییز چارواکي زیاتوي، چې په وژل شویو کې یو مېړه، مېرمن او لور شامل دي. دغه کسان د هرات ولايت د ادرسکن ولسوالۍ اصلي اوسيدونکي وو. ياده دې وي، چې څه موده وړاندې په کابل کې هم د زهرجن ګاز له امله د يوې کورنۍ شپږو غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی ؤ.

 

(2022 / 12 / 14   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په هرات ولایت کې د یوې کورنۍ درې غړي د ګاز نیونې له امله مړه شوي دي. د دغو کسانو جسدونه تېر ورځ سهار د غبرګولي په ۲۲مه د هرات روغتون ته راوړل شوي دي.

د هرات سیمه ییز چارواکي زیاتوي، چې په وژل شویو کې یو مېړه، مېرمن او لور شامل دي. دغه کسان د هرات ولايت د ادرسکن ولسوالۍ اصلي اوسيدونکي وو. ياده دې وي، چې څه موده وړاندې په کابل کې هم د زهرجن ګاز له امله د يوې کورنۍ شپږو غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی ؤ.

اړوند موضوعات:

 په کابل ښار کې د ګاز نیونې له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي

د ساړۀ موسم په رانږدې کېدو سره دا ډول پېښې په داسې حال کې زیاتېږي، چې روغتیايي فعالانو په وار وار ښاریانو ته د ګازو د استعمال پر مهال د احتیاط سپارښتنه کړې ده.

Leave a reply