د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو د یو این هبیتات له استازو سره وکتل.

0
165

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو د یو این هبیتات له استازو سره وکتل.

 

13 دسمبر 2022

 

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د یو این هبیتات له مشر محترم ناتن، محترم انتوني لمبا او په افغانستان کې د دې سازمان د برنامو له مسؤل سید سعید الله وهاب سره وکتل.

 

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو سازمان د یو این هبیتات مسؤلینو له مخکینیو همکاریو مننه وکړه او غوښتنه یې ترې وکړه، چې د کور او ښار جوړولو په وزارت کې دې د همغږۍ دفتر پرانیزي.

 

شیخ حمدالله نعماني وویل په ځینو ولایتونو کې د یو این هبیتات پر پروژو د څارنې په موخه باید یو تړون لاسلیک شي او په وینا یې د ملرو ملتونو یاده برخه دې د کور او ښار جوړولو وزارت د کار کوونکو ظرفیت لوړونې په موخه یو کاري ټيم جوړ کړي.

 

د کور اوښار جوړولو وزارت سرپرست د یو این هبیتات له دفتر وغوښتل چې د دې وزارت لپاره دې د متخصصینو له خوا د ښاري پلانونو او ستراتیژۍ جوړولو برخه کې همکاري وکړي.

 

دغه راز شیخ نعماني، د ښاري پروپوزلونو په جوړولو، د بیارغونې او سمون، د پالیسو د تطبیق او بیا کتنې برخه کې د تخنیکي همکارۍ غوښتنه وکړه.

 

نوموړي له یو این هبیتات وغوښتل چې افغانستان کې ښاري معلومات او ارقام چې له دوی سره دي، هغه دې له وزارت سره هم شریک کړي.

 

د خبرو په دوام  سرپرست وزیر د کابل جدید ښار د یوې لوېې او ملي پروژې په توګه یاد کړ او زیاته یې کړه، چې د دې پروژې پلانونه بشپړ شوي او چارې یې د پیاوړو متخصصینو له خوا پر مخ وړل کیږي، چې په وینا یې د یو این هبیتات همکارۍ ته هم اړتیا لیدل کېږي.

اړوند موضوعات

د اسلامي امارت د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر په کابل کې د هند سفارت شارژدافیر سره وکتل.

په اخر کې د یو این هبیتات مشر ناتن په دې ناسته کې د کور او ښار جوړولو وزارت د سرپرست خبرې مهمې وبللې او زیاته کړه چې دوی هم ورته هوډ او اراده لري او یو این هبیتات به د چارو په بېلا بېلو پړاونو کې د یاد وزارت سره همکاري وکړي.

Leave a reply