اسلامي امارت د مالیې وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ مشرې سره وکتل.

د اسلامي امارت د مالیې وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ مشرې سره وکتل.
13 دسمبر 2022
د ماليې وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا سره په افغانستان کې د اقتصادي ثبات د ساتنې، ملي بودیجې او یو شمېر نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
مالیې وزارت ویلي، په دې لیدنه کې د دې وزارت سرپرست له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه، چې بشري مرستې دې د دولتي ادارو سره په همغږۍ ترسره شي او تر څنګ یې په پراختیایي برخو کې هم مرستې وشي.
په دې لیدنه کې د یوناما مشرې ډاډ ورکړ چې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان به له افغانستان سره مثبت تعامل او بشري مرستو ته دوام ورکوي.
اړوند موضوعات
مالیه وزارت: د روان کال له پیله تر اوسه ۷ میلیارده افغانۍ عواید راټول او بیت المال ته حواله شوي.
روزا اوتنبایوا په افغانستان کي د اقتصادي ثبات د ساتني، ملي بودیجې د جوړېدو او د عادي بودیجې تر څنګ د پراختیایي چارو د ترسره کولو له امله د مالیې وزارت د رهبرۍ ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چي د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان به له افغانستان سره مثبت تعامل او بشري مرستو ته دوام ورکوي.






