د روغتيا وفاقي وزارت په هېواد کې د دارو درلمو د بحران له وېرې ماليې وزارت ته لیک استولې دې
باغی ټي وي رپورټ
اسلام اباد: د روغتيا وفاقي وزارت په هېواد کې د دارو درلمو د بحران له وېرې ماليې وزارت ته لیک استولې دې.
د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، که د درملو د خامو موادو د پلور لپاره ایل سيونه خلاص نه شي، د درملو د بحران د رامنځته کېدو وېره شته، د درمل جوړولو شرکتونه یوازې څو اوونۍ خام مواد پاتې دي. چارواکو خبر ورکړی چې د پاکستان د درملو د تنظیم ادارې په سپارښتنه د مالیې وزارت ته یو لیک استولی دی.
بل خوا د پاکستان د درملو جوړونکو اتحادیه وايي، چې د هند د خامو موادو جوړونکي شرکتونه پاکستان ته ناداره اعلان کړي، که په هېواد کې د ایل سي د پرانستلو مسله هواره نه شوه، هندي او چینايي کمپنۍ اوس پاکستانیانو ته خام مواد په پور نه ورکوي. د درملو او طبي وسایلو جدي بحران به وي. د دې ترڅنګ د سټېټ بانك وياند وئيلي دي چې د پټروليم او دوايانو په وارداتو هيڅ پابندي نشته، د سټېټ بانك ګورنر واضحه هدايات لري چې د پټروليم او دوايانو ايل سيز دې بند نه كړې شي۔ ویاند وویل هغه بانکونه چې د درملو د واردولو لپاره LCs نه خلاصوي باید وپیژندل شي.