وزيراعظم د راتلونكې هفتې نه د سېلاب ځپلو سيمو دوره كولو اعلان وكړو
باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د ايم 6 موټروې په كيفيت به هيڅ قسمه سمجھوته نه شي كولې او هيله ده چې دا منصوبه به د نورو موټروېز په شان وي۔ وزیر اعظم شهباز شریف د سکهر حیدر آباد موټروې پروژې د بنسټ ډبره کېښوده چې ورسته په خپله وینا کې وزیر اعظم وویل چې دغه پروژه به په دېرشو میاشتو کې بشپړه شي چې د پبلک پرائیویټ پارټنرشپ له لارې به بشپړه شي. ګټور
هغه وويل په دې کې دوه نظره نشته، نوازشريف په پاکستان کې دموټروے بنياد کېښود اؤ نوازشريف يې معمار دى، زمونږ ډيره مهمه صوبه ده، دبلوچستان دپرمختگ پرته دپاکستان پرمختگ نيمگړى دى. په دې موقع وزيراعظم ووئيل د سکهر روهري پُل جوړولو اعلان نوازشريف کړې وو او نن د هغې د مکملېدو اعلان کوم. شهبازشريف وويل دموټروے ايم 6 په کيفيت به هيڅ قسمه جوړجاړ نۀ شي، هغه به د سندهـ وزيراعلي سره دموټروے دجوړيدو دکار جائزه اخستو لپاره راځي، هيله ده چې دا به د نورو موټروې په شان وي.
وزيراعظم د راتلونكې هفتې نه د سېلاب ځپلو سيمو دوره كولو اعلان وكړو او وې ويل چې په سېلاب ځپلو سيمو كښې اوبه ولاړې دي، اوس هم ډېر كارونه پاتې دي، سېلاب ځپلو خويندو او وروڼو به هیڅ کله هم یوازې نه پریږدئ.