احتساب عدالت وفاقي وزير خورشيد شاه ته د علاج لپاره بهر ته د تګ اجازه ورکړه

باغی ټي وی رپورټ
سکهر: احتساب عدالت وفاقي وزير خورشيد شاه ته د علاج لپاره بهر ته د تګ اجازه ورکړې ده.
د آبي وسائلو وفاقي وزير خورشيد شاه د آمدن نه د زياتو اثاثو په مقدمه کښې احتساب عدالت ته حاضر شو او د هغه د حاضريدو نه پس عدالت ورته د واپسي اجازت ورکړو۔
د وفاقي وزير وکيل مکيش کمار وئيلي دي چې د ميډيکل رپورټ په رڼا کښې جج خورشيد شاه ته د بهر علاج کولو اجازت ورکړے دے۔
د خورشيد شاه د وکيل له مخې عدالت د خورشيد شاه نوم اي سي ايل نه د ويستلو هدايات هم جاري کړي دي۔
خورشيد شاه د بهر ملک علاج لپاره نيب عدالت کښې درخواست جمع کړے وو چې پکښې نيب عدالت د درخواست په بنياد د سول هسپتال ايم ايس په مشرۍ کښې اووه کسيزه ميډيکل بورډ جوړ کړے دے۔
د ميډيکل رپورټ ترمخه خورشيد شاه د ملا د هډوکو د ډسک پشمول نورو ناروغيو سره مخ ده خورشيد شاه بايد د تشخيص لپاره بهر ته لاړ شي۔






